کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران د ګټنې-ګټنې د سیاست په غوره کولو سره ، تر دې شیبې له ۵+۱ ډلی سره په خبرو اترو کښې بریالی عمل کړی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 سرطان 1393 ساعت 11:24


د اسلامي ایران د ولسمشر مرستیال وویل،دغه هیواد د ګټنې-ګټنې د سیاست په غوره کولو سره ، تر دې شیبې له ۵+۱ ډلی سره په خبرو اترو کښې بریالی عمل کړی دی .
د ایرنا د راپور له مخې دایران داسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړې مرستیال اسحا جهانګیري ،د دغه هیواد د حکومت د اقتصادي ډلي او یو شمیر اقتصاد پوهانو سره په ګډه ناسته کښې وویل، د ایران اټومي مرکچې پلاوې، د رهبرۍ د ستر مقام لخوا د ټکل شویو سرو لیکو د رعایتولو په زمینه کښې او د ایران د د ملت د حق په برخه کښې هیڅ ډول لټې نه ده کړي او په عین حال کښې يې هڅې کړي دي،چې په خبرو اترو او منطق سره بندیزونه ختم کړي.


د مطلب کود: 94259

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94259/ایران-د-ګټنې-سیاست-په-غوره-کولو-سره-تر-دې-شیبې-له-۵-۱-ډلی-خبرو-اترو-کښې-بریالی-عمل-کړی

آوا
  https://www.avapress.com