کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان پوځ وايي، د وزیرستان په عملیاتو کې د حقاني شبکه هم نه پرېږدي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 سرطان 1393 ساعت 13:51


تاند- د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې په شمول د ټولو طالبانو پرضد د پوځ عملیات دوام لري.
د پاکستان د پوځ په وینا د عملیاتو له پیله تراوسه پوري یې ۳۲۷ وسله وال طالبان وژلي دي.
د پاکستان د پوځ ویندوی بریدجنرال عاصم سلیم بجوا د جمعې په ورځ په روابپنډۍ کې خبریالانو ته وویل:«په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پرضد د ضرب غضب پراخ عملیات به د هغوی تر یومخ نېستولو پوري دوام وکړي.»
د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د جون په پنځلسمه پراخ عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې په لسګونو تنه د کور اور پرېښودو ته اړ شوي او په سلګونو ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان د پوځ ویندوی ادعا کوي چې د پوځ په هوايي او مځکنیو حملو کې د طالبانو ۴۵ پټنځایونه ویجاړ شوي او د دواړو خواوو په نښتو کې ۱۰ پوځیان وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.
بجوا دا هم وویل چې تراوسه ۱۹ وسله وال طالبان پوځ ته تسلیم شوي دي.
د پاکستان د پوځ د ویندوی بریدجنرال عاصم سلیم بجوا په وینا په دې عملیاتود حقاني شبکي او ازبکانو په شمول ټول ترهګر په نښه کېږي. او دا لړۍ به نوره هم شدیده شي او د هیچا خیال به ونه ساتل شي.
د پاکستان د پوځ ویندوی دا هم وویل چې هیواد یې له افغانستانه غوښتي چې په کونړ ولایت کې د ترهګرو پرضد اقدام وکړي خو تراوسه پوري د افغانستان له لوري کوم اقدام نه دی شوی.


د مطلب کود: 94367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94367/د-پاکستان-پوځ-وايي-وزیرستان-په-عملیاتو-کې-حقاني-شبکه-هم-نه-پرېږدي

آوا
  https://www.avapress.com