دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 94368
عمران خان د پاکستان ددولت په بې ځایه لګښتونو نیوکه وکړه
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ددغه هېواد ددولت پر بې ځایه لګښتونو نیوکه وکړه.
د سماء ټلویزیوني چینل د خبر له مخې، د تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان پرون د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز، لاهور کې په خپله وینا کې د پاکستان فډرال دولت د هغه څه په وجه چې ده په تبلیغاتي کمپاینونو کې د میلیونو روپيو لګښت وباله، سخته نیوکه وکړه.
عمران خان وویل چې د پاکستان له ۶۰ سلنه ډېر خلک د بې وزلۍ د خط په ټيټه کچه کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې ددغه هېواد د لومړي وزیر، نوازشریف د کور لپاره په میلیونونو پاکستانۍ روپۍ مصرفېږي.
عمران خان وویل چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ د عملیاتو له پیل څخه نیم میلیون کسان بنو ته راغلي دي.
ده وویل چې ددې کسانو یولک پنځوس زره ماشومان جوړوي او دغه کسان د ژوندانه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6xnw.23nk-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته