دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 94417
جمهور رئيس کرزي په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په ترافيکي پېښو کې د مرګ ژوبلې له امله خواشيني څرګنده کړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي پر دوو جلاجلا ترافيکي پېښو چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، ژوره خواشيني څرګنده کړه.
د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې پرون سهار ۵ بجې د کابل ـ مزارشریف پر لویه لارهیو مسافر وړونکی بس موټر له یوې بار وړونکې لارۍ سره ټکر وکړ، چې پکې ۵ کسان مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شول. بله پېښه پرون سهار د تورخم ـ جلال آباد په لاره هغه مهال رامنځته شوه چې ۱۷ تنه پکې مړه او ۹ تنه نور ټپيان شول.
جمهور رئيس حامد کرزی د دغو ترافيکي پېښو له امله د ژورېخواشينۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې ګران هېوادوال دې د موټر چلولو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي او د ځان او نورو مسافرو ژوند دې له ګواښ سره نه مخامخ کوي.
همدارازجمهور رئيس حامد کرزيد کورنيو چارو وزارت مسوولینو تهلارښوونه وکړه چې پر لويو لارو د ترافيکي پېښو د مخنيوي په برخه کې دې خپل هر اړخیز لازم اقدامات وکړي.
جمهور رئيس کرزید شهيدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه هغوی ته د جميل صبر او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccm0qo.2bq0s8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته