کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس کرزي د تروریزم پرخلافد افغانستان او پاکستان د ګډې مبارزې په هکله افغانستان شرطونه د یوه ليک په ترڅ کې پاکستان ته واضح کړل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 سرطان 1393 ساعت 9:47


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي او د پاکستان د صدراعظم له وروستيو ټليفوني اړيکو په تعقیب او کابل ته د پاکستان له رالېږل شوي پلاوي وروسته، جمهور رئيس کرزي د افغانستان او پاکستان د تروریزم پر خلاف د ګډې مبارزې په اړه د افغانستان وړانديزونه او شرطونه د یوه ليک په ترڅ کې پاکستان تهواضح کړل.
جمهور رئيس کرزي په دغه ليک کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د وروستيو پوځي عملیاتو په اړوند چې له افغانستان څخه يې د مرستې غوښتنه کړې وه، ليکي: د خپل همېشني دريځ پر اساس يې په دې شرط ملاتړ کوم چې ملکي وګړي پکې زیان ونه ويني.
جمهور رئيس حامد کرزي د تروریزم پر ضد د بریالۍ مبارزې لپاره د افغانستان وړاندیزونه او شرطونه داسې بیانوي:
۱- له ټولو تروریستانو سره له توپير پرته مبارزه وشي.
۲ـ ملکي تلفات پېښ نه شي او عامو وګړو ته زیان ونه رسيږي.
۳ـ د تروریزم پر خلاف ريښتني مبارزه هغه وخت بریالۍ ده چې په افغانستان کې سوله تآمین شي، په دې دلیل پاکستان باید ټول هغه طالبان چې د سولې پلویان دي له بنده ژر تر ژره آزاد کړي او د افغانستان د سولې په هکله رېښتنې هڅې پيل کړي ترڅو د سولې خبرې شروع شي.
۴ـ د تروریستانو ځالې او د حمایت مرکزونه چې په هر ځای کې وي له منځه یوړل شي.
۵ـ پر افغانستان د پاکستاني توپخانې ډزې ودرول شي.
۶ـ د تروریزم خلاف زموږ د ګډې مبارزې سره باید د سیمې د لويو او موثرو هېوادونو لکه چین او هند هڅې هماهنګې کړای شي ځکه دوی هم له تروریزم نهمتضرر شوي دي.
۷ـ د تروریزم خلاف مبارزې د ښه پرمخ وړلو لپاره د پړاوونو د تعيينولو، زموږ ترمنځ د هماهنګۍ د راوستلو او د تماسونو د تنظیم لپاره باید یوه د لارې نقشه جوړه شي.
د دغې ګډې مبارزې په لاره کې د لومړي ګام په توګه د افغانستان له لوري د ملي امنیت د شورا سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د یوه لوړپوړي پلاوي په رآس کې پاکستان ته سفر وکړ.په دې سفر کې دغه پلاوي د افغانستان لخوا دا ليک وړاندې کړ او همدارنګه له پاکستاني چارواکو سره يې د افغانستان د پورتنيو شرطونو پر عملي کولو او راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې


د مطلب کود: 94418

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94418/جمهور-رئيس-کرزي-د-تروریزم-پرخلافد-افغانستان-او-پاکستان-ګډې-مبارزې-په-هکله-شرطونه-یوه-ليک-ترڅ-کې-ته-واضح-کړل

آوا
  https://www.avapress.com