دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 94572
د تري تم شویو اسراییلي زلمیانو مړي موندل شوي
د اسراييلو امنيتي ځواکونو د هغو درې تنو اسراييلي هلکانومړي موندلي ،چې د دې مياشتې په لومړيوکې لوديځه غاړه کې تري تم شوي و.
د اسراييلو يوه پوځي وياند وويل د دوى مړي د لودېځې غاړې هبرون ښار ته نژدې په يوه کنده کې تر خاورو او ډبرو لاندې وموندل شول.
نوف ايلون کې د يوه موندل شوي مړه هلک کور ترڅنگ خلک راټول شوي و او د سيمه ييزې شورا مشر وويل، چې دې پېښې ټول ويرجن کړي دي .
"موږ هيله لرله ،چې ښه خبرونه واورو خو له بده مرغه د هغه څه په اړه مو واوريدل چې پېښ شوي دي . غواړم دا ووايم، چې دلته خلک د دوى د کورنيو په اړه فکر کوي او ټول د هلکانو پسي خپه دي ."
د دغو درې تنو اسراييلي هلکانو د مړو له موندلو سملاسي وروسته اسراييلي عسکرد فلسطينيانو د حلحول کلي ته ورغلل چېرې چې دغه هلکان په وروستي ځل ليدل شوي واو د اسراييلي عسکرو او فلسطينيانو ترمنځ د نښتو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوي وياندې له فلسطينيانو او اسرايليانو دواړو وغوښتل، چې له زغم نه کار واخلي.
"موږ له دواړو لورو سره اړيکه لرو ، او پرامنتيي همکارۍ ټينگار کوو. اسرايلييان او فلسطينيان بايد له يو بل سره گډ کار کولو ته دوام ورکړي . د دې پېښې په نتيجه کې له رامنځ ته شوې غميزې سره سره د دوى ترمنځ پر همکارۍ ټينگار کوو ."
د اسراييلو د کابينې په بيړنۍ غونډه کې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتن ياهو وويل دغه هلکان لومړى تښتول شوي او بيا د ده په وینا په سړه سينه د ځناورو له لوري وژل شوي دي.
هغه د فلسطين د حماس اسلامپاله ډله تورنه کړه، خو حماس په دې پېښه کې هر ډول ښکيلتيا رد کړه.
د حماس يوه وياند سميع ابو زهري وويل که اسراييل د غزي په وړاندې په جگړې لاس پورې کړي نو په دې کار سره به د دوزخ دروازې ځانته پرانېزي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewn8o.jh8efi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته