کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي سرچینه: د هلمند په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو جسدونه د کویټې جیلاني روغتون ته وړل شوي

12 سرطان 1393 ساعت 14:06


یوې امنیتي سرچینې چې له نوم اخیستو یې ډډه کړې وايي چې، د هلمند په جګړه کې د پاکستان افراطي جنګیالیو جسدونه د کویټې ښارد جیلاني روغتون ته وړل شوي دي.
د دغه سرچینې په وینا د هلمند په روانه جګړه کې شاوخوا۵۹ پاکستاني افراطي جنګیالي د افغان امنیتي ځواکونو په پراخو تصفیوي عملیاتو کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې؛ د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې د سنګین ولسوالۍ په ځينو برخو کې وسله وال مخالفین لا هم مقاومت کوي او ډيرژر به په دغه ولسوالۍ کې امنیت ټینګ شي.
افغان امنیتي چارواکي وايي، په نوزاد، کجکي، موسی کلا او خانشین ولسوالیو کې د مخالفینو حملې په شاتمبول شوي دي او اوس مهال په دغه ولسوالیو کې امنیت ټینګ دی.


د مطلب کود: 94696

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94696/امنیتي-سرچینه-د-هلمند-په-جګړه-کې-پاکستاني-جنګیالیو-جسدونه-کویټې-جیلاني-روغتون-ته-وړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com