کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتيکا: په شکين سرحدي ولسوالۍ د بريد مخه ونيول شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سرطان 1393 ساعت 10:19


د دولت يو شمير وسلوالو مخالفنيو پلان درلود تر څو تيره شپه ناوخته د پکتيکا ولايت پر شکين سرحدي ولسوالۍ بريدونه وکړي، چې د ملي امنيت رياست د خاصې قطعې په يوه ځانګړي اقدام کې ددې بريد مخه ونيول شوه،
 
د استخباراتي مالوماتو پر اساس د شير محمد په مشرئ د دولت د وسلوالو مخالفينو يوې لس کسيزې ډلې چې غوښتل يې تيره شپه د پکتيکا ولايت پر شکين سرحدي ولسوالۍ بريدونه وکړي، د يادې ډلې ددې شوم پلان په اړه د پکتيکا ولايت ملي امنيت رياست له وړاندې اطلاع درلوده او ياد وسلوال  يې هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه کړل.
 
د دولت د وسلوالو مخالفينو ياده لس کسيزه ډله تيره شپه يوولس بجې پداسې حال کې د ملي امنيت رياست د خاصې قطې تر بريد لاندې راغله، چې دوی د شکين سرحدي ولسوالۍ د موسی نيکه په سيمه کې يې د جګړې لپاره ځانونه چمتو کول، د لنډې نښتې په پايله کې د وسلوالې ډلې د قومندان شيرمحمد په ګډون دوه تنه وسلوال مخالفين ووژل شول، شپږ تنه د مخامخ نښتې پر مهال ژوندي ونيول شول او يو تن هم ټپي کړل شو، له نيول شويو ژونديو وسلوال مخالفنيو  تحقيقات پيل شوي دي.  
 
د شير محمد په مشرئ د دولت د وسلوالو مخالفينو دې لس کسيزې ډلې پخوا هم په ماين اېښودنو، ترور او ناامنيو په رامينځته کولو کې  پراخ لاس درلود.
 
د يادولو ده پدې نښته کې د ملي امنيت ځواکونو او ملکي وکړو ته هيڅ ډول زيان ندی اوښتی


د مطلب کود: 94737

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94737/پکتيکا-په-شکين-سرحدي-ولسوالۍ-د-بريد-مخه-ونيول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com