دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 94900
۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې لغمان، کندهار، میدان وردک او غور ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او یو تن ټپی شو.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،یوه اندازه چاودیدونکې توکې چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه دفراه ولایت په اړونده سیمې کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjyheh.uqexyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته