دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 95025
په غزه باندې د اسرائیلو په هوايي حملو کښې ۲۴ فلسطینیان شهیدان شول

د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ په حملو کښې ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي.
فرانس پریس رپورټ ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم د پوځ جنګي الوتکو په تیرو دوو ورځو کښې د غزې تړانګې مختلفې سیمې په نښه کړې چې له امله یې ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۷۰ زیات نور ژوبل شوي دي.
په فلسطیني شهیدانو کښې یوشمیر ښځې او ماشومان هم دي.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ جنګي الوتکو نن سهار هم د غزې تړانګې مختلفې سیمې په نښه کړې چې له امله يې یوشمیر کسان ژوبل شول.
په دغو حملو کښې د فلسطینیانو څو کورونه هم ویجاړ شول.
خبري سرچینو همداشان د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطینیانو او اسرائیلي پوځیانو ترمینځ د نښتو خبر ورکړی دی.
صهیونیسټي رژیم ګواښ کړی چې د غزې په شمول په فلسطیني سیمو باندې به خپلې حملې سختې کړي او په دې لړ کښې یې خپل څلویښت زره ذخیره ځواکونه رابللي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciwua3.t1awr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته