دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 95088
پاکستان وايي د ميرانشاه ٨٠ سلنه سيمه له سخت دریځو وسله والو پاکه شوې
دپاکستان پوځ وايي، چې په شمالي وزيرستان کې يې د پوځي عملياتو لومړى پړاو بشپړ شو او د عملياتو پر مهال يې د ميرانشاه ٨٠ سلنه سيمه له سخت دريځه وسله والو پاکه کړې ده.
د پاکستاني پوځي مقاماتو پرون د يو شمېر کورنيو او بهرنيو رسنيو استازيو ته اجازه ورکړه، چې ميرانشاه ته ورشي او دوى ته د روانو پوځي عملياتو په اړه معلومات ورکړي.
دوى وايي،چې په شمالي وزيرستان کې يې له تېرو ٢٥ ورځو راهيسې په پوځي عملياتو کې د ميرانشاه او شاوخوا سيمو نزدې ٨٠ سلنه سيمه له ترهګرو پاکه کړې او په سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پرمختګ دوام لري.
د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په شمالي وزيرستان کې يې تر دې دمه پوځي عمليات له پلان سره سم مخ پر وړاندې روان دي، خو په ځينو سيمو کې د وسله والو له سخت مقاومت سره مخ دي، چې له امله يې ښايي عمليات ډېر وخت ونيسي.
جنرال باجوه همداراز وويل،وسله والو له ميرانشاه د تېښتې پر مهال په دې سيمه کې ګڼ شمېر ماېنونه ځاى پرځاى کړي، چې له امله يې د پاکستان پلي ځواکونه له سختو ستونزو سره مخ دي او ښايي دا ماېنونه پاکول ډېر وخت ونيسي.
نوموړي زياته کړه،چې په دې عملياتو کې تر دې دمه د ازبک او يو شمېر نورو بهرنيو ترهګرو په ګډون لږ تر لږه ٤٠٠ وسله وال او ٢٠ پاکستاني سرتېري وژل شوي او همداراز ١٣٠ نور سرتېري ټپيان شوي او د ترهګرو ١٠٠ مرکزونه يې هم له منځه وړي دي.
که څه هم د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي،چې په دې عملياتو کې يې وزيرستان کې مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې،خو ددې ترڅنګ دوى دا ونه ويل، چې دا عمليات به په څومره وخت کې بشپړ کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6vnw.23nm6djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته