دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 95441
په غزه کښې د مقاومت ځواکونو د اسرائیلو دوه بې پایلټه الوتکې نسکورې کړې
د فلسطین د مقاومت ځواکونو د غزې د پاسه د صهیونیسټي رژيم دوه بې پایلټه الوتکې نسکورې کړې.
د المیادین خبري چینل د رپورټ له مخې د غزې په فضا کښې دوه اسرائیلي بې پایلټه الوتکې د دوو ساعتونو په فرق سره د فلسطیني مبارزانو د حملې هدف وګرځیدلې او رانسکورې شوې.
د صهیونیسټي رژیم پوځ له دغو الوتکو څخه د جاسوسۍ او د فلسطین د مقاومت د ډلو په خلاف د ترهګرو عملیاتو لپاره کار اخلي.
له بلې خوا هاآرتص اسرائیلي ورځپاڼې لیکلي چې د اسرائیلو پوځ تقریباً له یو لاک فلسطینیانو غوښتي چې د غزې تړانګې له پولو سره نزدې خپل کورونه خالي کړي.
د دغې ورځپاڼې په لیکنه د صهیونیسټي رژیم د پوځ قومندانۍ نزدې یو لاک فلسطینیانو ته د پيغامونو په لیږلو سره د هغوي ژوند ته د خطر پيښيدو په احتمال او د غزې تړانګې له پولو سره نزدې د پراخو پوځي عملیاتو د اجرا کیدو په امکان باندې د ټینګار په ترڅ کښې له فلسطینیانو غوښتیي چې په سرحدي سیمو کښې بې له ځنډه د خپلو کورونو په پریښودو سره د غزې داخلي سیمو او په (آنروا) پورې اړوند د مداس په شان د نړیوالو مرکزونو ودانیو ته کډه شي.
په عین حال کښې د فلسطین د ملي وحدت حکومت د کورنیو او د ملي امنیت د چارو وزارت اعلان کړی چې فلسطیني ښاریزو ته د اسرائیلو ګواښونکي غږیز پيغامونه او خبرداري د هغوي د روحیې د کمزورې کولو لپاره یو اقدام دی او فلسطینیان دې ورباندې غوږ نه ګروي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca6yno.49nmy1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته