کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ: د امنیتي ځواکونو او طالبانو په جګړه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 سرطان 1393 ساعت 13:51


د کونړ چارواکي وایي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله واله جګړه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ نور ټپيان شوي دي.
د دې ولایت امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه جګړه تیره شپه د چپې درې په ولسوالۍ کې شوې او د دې کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله هم د طالبانو د یوه توغندي له امله اوښتې ده.
نوموړي وویل، چې دغه نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د طالبانو د تلفاتو په اړه هم معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 95524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95524/کونړ-د-امنیتي-ځواکونو-او-طالبانو-په-جګړه-کې-یوې-کورنۍ-دوه-ماشومان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com