دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 95837
امریکا او اروپا اسرائیلو ته الوتنې ځنډولې
امریکا او اروپا اسرائیلو ته د لنډمهال لپاره خپلې الوتنې ځنډولې دي. دا پرېکړه له غزې تړانګې د اسرائیلو په تل ابیب ښار کې د بن ګوریون هوايي ډګر یوې ځغاست لیکې ته څېرمه د یوه توغندي تر لګېدو وروسته شوې ده.
د امریکا د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې تر څلورویشتو ساعتونو پورې باید د اسرائیلو بن ګوریون ته الوتنې ونه شي.
پر تل ابیب توغول شوي توغندي یو اسرائیلی ټپي کړی دی.
د الوتنو بندیز د چارشنبې ورځې له ۱۶ بجو (ګرینویچ) عملي کېدونکی دی.
د اروپا د هوايي چلند شرکتونو هم ورته پرېکړه کړې ده.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له خپل امریکايي سیال جان کیري ددغو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې.
په دغو شرکتونو کې چې الوتنې یې ځنډول شوې، ډلتا او یونایټیډ او یو ايس ایرویز شامل دي.
د جرمني لوفتانزا شرکت او د هالنډ کې ایل ایم او د فرانسې فرانس شرکت هم په دې پرېکړه کې شامل دي.
اسرائیلو ته د الوتنو ځنډول د اسرائیلو لپاره یو بل اقتصادي ګوزار دی.
ویل کېږي، چې فلسطیني حماس ډلې د روان کړکېچ له پیل راهیسې پر اسرائیلو تر ۲۰۰۰ ډېر توغندي توغولي، خو د اسرائیلو "اوسپنیز" دفاعي سیستم د ځینو توغول شويو توغنديو تګلوری له بن ګوریون هوايي ډګر بل لوري ته بدل کړی.
خو د اسرائیلو د پولیسو ویاندې لوپا سامري نن وویل، توغندی د تېرې سې شنبې پر ورځ هوايي ډګر ته څېرمه ولګېد.
توغندي هوايي ډګر ته څېرمه د اسرائیلو په ایهود نومي کلي کې یو کور لږ زیانمن کړی دی.
د اسرائیلو د ترانسپورت وزارت له امریکايي شرکتونو پر خپلې پرېکړې د بېرته غور کولو غوښتنه کړې، خو وايي قناعت به ورکړي، چې هوايي ډګر اوس "د الوتکو د کښېناستو او پورته کېدو لپاره مصؤون" شوی دی.
د وزارت په یوه ویناپاڼه کې راغلي "د بن ګوریون هوايي ډګر خوندي او په بشپړه توګه مصؤون دی، او امریکايي شرکتونو ته هېڅ پلمه نه ده پاتې چې خپلې الوتنې وځنډوي".
بل خوا، د اسرائیلو د ملکي هوايي چلند مشر ویلي "د امریکا د ملکي هوايي چلند له ادارې سره پر خبرو بوخت یو، چې بېرته خپلې الوتنې پیل کړي".
که څه هم د امریکا دغه پرېکړه یوازې د امریکايي ملکي الوتنو لپاره ده، او بار وړونکې امریکايي الوتنې پکې شاملې نه دي، خو فوفتانزا وايي، اسرائیلو ته یې د دوو ورځو لپاره الوتنې ځنډولې دي.
خو کې ایل ایم او ایر فرانس ویلي، بن ګوریون ته یې الوتنې له سې شنبې ورځې ځنډولې دي.
وړاندې د اروپا د هوايي سلامتیا اژانس ټولو شرکتونو ته سپارښتنه کړې وه، چې اسرائیلو ته الوتنې ونه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjaoeh.uqeitz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته