دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 95996
احمدضیا مسعود د ايتلافي حکومت جوړېدا رد کړه
تاند- د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه مهم غړي احمدضیا مسعود د ايتلافي حکومت جوړېدا رد کړه.
ښاغلي مسعود نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ملي یووالي د حکومت معنا دا نه ده چې ايتلافي حکومت به جوړېږي.
ده وویل چې د ايتلافي حکومت جوړېدا په هیواد کې د انتخاباتي پروسې او ولسواکۍ په زیان ده ځکه که یې انتخابات ونه ګټل په اپوزیسیون کې پاتې کېږي خو ايتلاف نه کوي.
ده دا هم وویل چې د ملي یووالي د حکومت مطلب دا نه دی چې واک به وېشل کېږي.
«له مخالف ټیم څخه زما غوښتنه دا ده چې باید د ايتلافي حکومت پر جوړېدا ټینګار ونه کړي ځکه چې د هیواد په خیر نه دی. موږ پر ايتلافي حکومت باور نه لرو.»
تر دې مخکې د عبدالله عبدالله ټیم غوښتنه کړې وه چې د رایو د پایلو تر څرګندېدو مخکې دې د راتلونکي حکومت په اړه خبرې وشي او دا دې معلومه شي چې کومې چوکۍ به بایلونکي ټیم ته ورکول کېږي خو د اشرف غني احمدزي ټیم ویلي چې په دې اړه چا ته تضمین نه شي ورکولی.
پرون ملګروملتو د رایو د تفتیش او باطلولو په اړه خپل وړاندیزونه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وکړل.
ویل شوي چې د کاندیدانو د رایو د باطلولو او نه باطلولو پر څرنګوالي موافقې ته رسېدلي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfv1d1.w6dt1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته