دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 96055
د انتخاباتو کمېسیون د رایو د تفتیش پروسه وځنډوله
دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر هغه چې د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان د ملګروملتونو د رایو د تفتیش طرزالعمل لاسلیک نه کړي؛ نو د رایو د تفتیش پروسه به پیل نه کړي.
د دې کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل؛ چې د رایو د تفتیس پروسه یې د دواړو انتخاباتي ټیمونو د اختلافونو له امله په موقتي ډول د اختر تر څلورمې وځنډوله:
"د دې لپاره چې دواړه محترم کاندیدان خپل وروستۍ موافقه وښيي؛ موږ، محترم کمیشنران ټولو پریکړه وکړه چې؛ له نن ناوخته څخه وروسته د رایو څيړل په موقت ډول د اختر ترڅلورمې وځنډوو."
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر وویل؛ چې دواړه کاندیدان د رایو د تفتیش په پروسې کې ځينې ستونزې جوړوي.
نوموړی زیاتوي، چې تر دې مهال د رایه ورکونې د اوه شپیته فیصده محلونو رایې د دوی مرکزي دفتر ته رارسیدلي دي.
د رایو د تفتیش بهیر دا ځل د عبدالله عبدالله د څارونکو د ځینو ملاحظاتو په خاطر وځنډیده.
دوی وایي، ترڅو چې د رایو د تفتیش په خاطر د ملګرو ملتونو د وړاندې شوي طرز العمل په دولسمه او شپاړسمه ماده کې بدلون را نه شي؛ د رایو تفتیش ته به ادامه ورنه کړي.
په دغو دوو مادو کې په رایی پاڼو کې د مشابه نښو او دغه راز په دې خبرې شوي؛ چې د رایو تفتیش په نړیوال معیار برابر دی او که نه.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر په ورته وخت کې له دواړو کاندیدانو غواړي؛ چې د رایو د تفتیش اصولو ته ژمن و اوسي او نور دې بهیر ته ستونزې پيدا نه کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جولای په اولسمه نيټه د رایو د تفتیش پروسه پیل کړه.
دغه پروسه له دې وړاندې هم د کاندیدانود څارونکو ترمنځ د اختلافاتو او دغه راز د متفتیشینو د روزنې له امله دوه ځله ځنډیدلې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccpxqo.2bqep8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته