دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 96302
د ولسمشر د دویم مرستیال کریم خلیلي د درغلیو اسناد خپاره شول
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم له لوري په ټاکنو کې د درغلیو په اړه د اسنادو د خپراوي په لړ کې دا ځل د درغلیو یو بل سند هم افشا کړ. د یاد سند د افشا کولو پر مهال د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د کمپاین مشر بریالي ارسلايي خبري غونډې ته وویل، دوی نه غوښتل چې دا سند افشا شي؛ خو دا چې د درغلیو مثلث اړ ایستل. د هغه په خبره، چې له اختر وړاندې دوی د دې لپاره د تفتیش له پروسې بایکاټ وکړ، چې دغه پروسه د رایو د تفتیش لپاره نه وه، بلکې د یوې نندارې بڼه یې درلوده.
ارسلايي وویل، ارګ، د ټاکنو کمېسیون او د تحول او دوام ټیم چې په ټاکنو کې یې په ګډه درغلۍ کړي، غوښتل چې د تفتیش تر پروسې لاندې د دوی په شتون کې شویو درغلیو ته قانوني مشروعیت ورکړي. د هغه په وینا، چې له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د رایو د تفتیش لپاره واقعي کار وکړي، څېړنه وکړي او په دې اړه یې ورته خپل وړاندیزونه هم ورکړل؛ خو په خبره یې چې کمېسیون او ملګرو ملتونو د دوی وړاندیزونو ته له پام پرته نن سهار د رایو تفتیش د دوی له څارونکیو پرته پيل کړی دی.
په دې غږیز پیغام کې چې د ولسمشر له دویم مرستیال محمد کریم خلیلي پورې اړوند دی، هغه په ښکاره خپلو پلویانو ته د تحول او تداوم ټیم د ټاکنو بریالی ګڼي.
محمد کریم خلیلي په دې پیغام کې خپلو پلویانو ته وايي، چې دولت او نړیوالو ټولنې پرېکړه کړې، چې له هرې لارې وي د تحول او دوام ټیم به د ټاکنو کټونکی وي.
د ولسمشر دویم مرستیال په دې غږیز پیغام کې خپلو پلویانو ته وايي، چې له ولسمشر او نړیوالې ټولنې سره یې اړیکې نیولي او خبرې یې هم ورسره کړي، هغوی ډاډ ورکړی چې د اسلامي وحدت ګوند د خوښې ټیم به په ټاکنو کې بریالی کېږي.
نوموړی له خپلو پلویانو غواړي چې ډاډه اوسي او بریالي ډول د دویم پړاو ټاکنو لپاره کار وکړي: (( په دویم پړاو کې باید د لومړي پړاو ستره او فاحشه لټي باید تکرار نشي. باید په بریالي ډول ټاکنو ته لاړ شو.))
ښاغلی خلیلي دغه راز خپلو پلویانو ته وايي، چې په یوې ځانګړې او پټې ناسته کې به په دې اړه ډېر جزیات وړاندې کړي.
په همدې حال کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د کمپاین مشر بریالي ارسلايي ډاډ ورکړ، چې دا او نور خپاره شوي ټول غږونه رښتیني دي؛ خو دا چې د چارواکیو معاملې او درغلۍ په کې افشا شوي، هغوی په دې سندونو د جعلي سندونو نوم ږدي.
نوموړي وویل، حکومت کولای شي چې د دې غږونو اصلي او جعلي معلوم کړي؛ خو دا چې د هغوی سرغړونې په کې افشا شوي نه غواړي دا سندونه چک کړي او اصلي والی یې ثابت کړي.
ده زیاته کړه، چې کمېسیون د حکومت د لاس اله ګرځېدلې او خپله دنده یې ونشوه کولای په بې پرې ډول مخ ته بوځي، ځکه خپل استقلالیت یې له لاسه ورکړی دی.
د ښاغلي ارسلايي په وینا، چې دوی دا اسناد د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره وړاندې کوي، ځکه د خلکو حق تر پښو لاندې شوی او د درغلیو مثلث د ملت حق خوړلی دی: (( دوی په دې توګه غواړي د ټاکنو پایلې رقم ووهي. خو خلکو د دې لپاره رایه نه ده ورکړې، بلکې د یوه روښانه راتلونکي او باثباته دولت د رامنځته کېدو لپاره یې د خپلو وینو په قیمت رایه ورکړې ده.))
هغه وايي، د درغلیو د مثلث له لوري د رامنځته شوي بحران له امله خلک شپږ میاشتې له ستونزو سره مخ دي، چې اقتصادي بحران یې هم رامنځته کړی دی.
نوموړي چارواکي تورن کړل، چې د نا امنۍ په جوړلو کې لاس لري څو ټاکنیز بحران اوږد شي.
ده له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کریم خلیلی د دې څرګندونو په اړه چې نړیوالې ټولنې هم ورسره منلې چې د ټاکنو پایلې له وړاندې نه معلومې دي، سپیناوی ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchixnw.23n-vdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته