دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 96320
د عبدالله ټیم کریم خلیلي په درغلۍ تورن کړ
تاند- د رایو د تفتیش په بهیر کې د څارونکو له نه لېږلو او د انتخاباتي جنجال له بیا راپورته کولو وروسته د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم نن ادعا وکړه چې د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال په انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ننګه کړې ده.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یو صوتي پیغام خپور کړ او ادعا یې وکړه چې دا د اشرف غني احمدزي په پلویتوب د کریم خلیلي د درغلۍ ثبوت دی.
د عبدالله ټیم همداراز ادعا کړې چې خلیلي په دغه اډیو کې ډاډ ورکوي چې د افغانستان متحدان د اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم پخوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر ضیاالحق امرخېل په نوم صوتي پیغام خپور کړی و خو امرخېل د عبدالله عبدالله د ټیم له لوري پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او پیغام یې جعلي وباله.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchvxnw.23n-idjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته