دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 96399
د افغانستان د ټاکنیز بهیر اوږدېدا ملي اقتصاد اغېزمن کړی
د افغانستان د مالیې وزارت ویلي دي چې د ټاکنیز بهیر اوږدېدا لامل شوې چې ۲۵ سلنه ګمرکي عواید او ۱۰ سلنه د رالیږدونکې سوداګرۍ عواید کم شي.
اړوند چارواکي وايي چې دې چارې پر ملي اقتصاد او عادي بودیجه ناوړه اغیز کړی خو هغه اوازې یې رد کړې چې ګواکې حکومت خپلو کارکونکو ته د معاشونو د ورکړې توان بایللی دی.
د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني ویلي دي چې تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پورې یې د دولتي مامورانو د معاشونو غم خوړلی دی.
ښاغلي جیلاني وویل سږ کال یې هدف دا ټاکلی و چې ۷۱ میلیارده افغانۍ کورني عواید به ټولوي خو وايي اوس دا کچه ایله ۵۸ میلیاردو افغانیو ته رسېږي چې ۱۱ سلنه کمښت په ګوته کوي،چې دا چار پر ملي بودیجه ناوړه اغیز کوي.
ښاغلي جیلاني هغه راپورونه هم تشې اوازې وبللې چې ګواکې په عادي بودیجه کې د کسر له کبله حکومت دولتي مامورانو ته د معاشونو د ورکړې توان بایللی او یا یې هم بایلي.
چارواکي وايي چې د پرمختیايي بودیجې په برخه کې هم سږ کال له ۲۱ میلیارده افغانیو کسر سره مخامخ دي چې په وینا یې حکومت یې لا تیر کال وړاندوینه کړې وه.
افغان چارواکي خبرداری ورکوي چې ټاکنیز بهیر څومره پسې اوږدیږي، پر ملي اقتصاد به یې ناوړه اغیز لا پسې ډیریږي.
د افغانستان مالیې وزارت وايي ،د ټاکنود بهیر اوږدیدا د یو شمیر پرمختیايي پروژو د دریدو او د بهرنیو بنسټونو د کارونو د کمزوري کیدو لامل شوي،له دې کبله ګڼ شمیر افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
د افغانستان د مالیې وزارت داسې مهال په ملي بودیجه کې د کسر خبره کوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش دټاکنو د دویم پړاو د رایو د شمیر په برخه کې د توپیرونو او ځنډ په اړه ویلي وو چې دا به د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغیز وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdns0n.yt09n6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته