کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورستان: د بې پیلوټه الوتکې په برید کې نن سهارلږترلږه شل وسله وال مخالفین وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 15 اسد 1393 ساعت 13:23


د نورستان چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې نن سهارلږترلږه شل وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډیو ته وویل، بې پیلوټه الوتکې د کامدیش ولسوالۍ اړوند پر کشتوز سیمې نهه ځلي حمله کړې چې په نتیجه کې یې عربان، پنجابیان او نور بهرني وسله وال مخالفین وژل شوي.
د والي په خبره دغو وسله والو په خپلو پټنځایونو کې د حملو د پلان په جوړولو کار کاوو چې بمباری پرې وشوه.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 96447

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96447/نورستان-د-بې-پیلوټه-الوتکې-په-برید-کې-نن-سهارلږترلږه-شل-وسله-وال-مخالفین-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com