دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 96447
د نورستان چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې نن سهارلږترلږه شل وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډیو ته وویل، بې پیلوټه الوتکې د کامدیش ولسوالۍ اړوند پر کشتوز سیمې نهه ځلي حمله کړې چې په نتیجه کې یې عربان، پنجابیان او نور بهرني وسله وال مخالفین وژل شوي.
د والي په خبره دغو وسله والو په خپلو پټنځایونو کې د حملو د پلان په جوړولو کار کاوو چې بمباری پرې وشوه.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchqknw.23n-kdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته