کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دحماس غورځنګ دبې وسلې کولو امریکائي خوب به هیڅکله هم پوره نشي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 16 اسد 1393 ساعت 14:15


الاقصی خبری چینل راپورورکړ دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه مسئول مقام محمود الزهار بیګا وویل په داسې حال کې چې دفلسطین مسئولان او خلک دصهونیسټ رژيم دپوځ له بې امانه او وحشي ډوله حملو سره مخامخ دي، دحماس غورځنګ دبې وسلې کولو په باب دامریکا دخارجه وزیر جان کري غوښتنه دمنلو وړ نه ده.
دحماس غورځنګ دغه لوړپوړي مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې ددغه ولسي غورځنګ دبې وسلې کولو لیدتوګه ، دصهونیسټي رژيم دلومړ یوزیر بین یامین نتن یاهو یو خوب او دغزې په جنګ کې دهغه د ماتې یوه نتیجه ده وویل ، ددغه خوب اوځلوب دپوره کیدا په چوکاټ کې به دامریکائی چارواکو دغه ډول ټینګارونه هیڅکله هم عملی نشي .
دفلسطین دمقاومت غورځنګ دبې وسلې کولو لپاره دامریکا د خارجه وزیر ټينګارپه داسې حال کې دی چې دصهونیسټ رژیم دپوځ لوي درستیز پخپلو وروسیتو څرګندونو کې دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دمسئولانو دترور دعملیاتو دپروګرام خبر ورکړی دی:اسرائيل ټایمز : صهونیستي سایټ لیکلی دي په داسې حال کې چې دصهونیسټ رژيم پوځ په غزې تړانګې په یوې میاشتنیو حملو کې نه دی توانیدلی حتی دفلسطین دمقاومت یو قوماندان په نښه کړي ،دصهونیسټ رژیم دپوځ لوي درستیز بني ګانټس پرون ویلی دي اسرائیل تیار دی څو هروخت وغواړي دحماس غورځنګ لوړپوړي مسئولان ترور کړي.


د مطلب کود: 96506

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96506/دحماس-غورځنګ-دبې-وسلې-کولو-امریکائي-خوب-هیڅکله-هم-پوره-نشي

آوا
  https://www.avapress.com