کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مسجدالحرام خطیب وویل: په غزه کښې دسیسه جوړونکي به رسوا شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 18 اسد 1393 ساعت 12:21


د مسجدالحرام خطیب د فلسطین د ولس په خلاف د دسیسه جوړونکو او د صهیونیسټي رژیم د ملاتړو د رسوا کیدو په هکله ډاډ څرګند کړ.
د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز د رپورټ له مخې د مسجدالحرام خطیب شیخ صالح آل طالب د جمعې د لمانځه په خطبو کښې د غزې تړانګې د بې دفاع خلکو په خلاف د صهیونیسټي دښمن د جنایتونو په غندلو سره اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو باندې د برغولي کیښودو لپاره د دغه ترهګر او نیواکګر رژیم د ټولو هلوځلو باوجود بلآخره حقیقتونه په ډاګه شوي دي او د فلسطین د ولس په خلاف ټول دسیسه جوړونکي به نړیوالو ته څرګند شي.
شیخ صالح آل طالب د ځینو عربي هیوادونو سیاسي معاملات په غزه کښې د فلسطین د ولس د رنځونو او کړاونو اصلي لامل وبلل او ویې ویل: د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیسټي دښمن جنایتونه چې د زرهاو کسانو د وژل کیدو او بې کوره کیدو د دغه جنایتکار، قاتل او نژادپال رژیم اصلي څیره نړیوالې ټولنې ته په ډاګه کړه.
د مسجدالحرام خطیب د ښځو او ماشومانو وژله او د جوماتونو او کورونو ړنګول د غزې تړانګې په جنګ کښې د صهیونیسټي دښمن لاسته راوړنه وبلله او خواشیني یې وښودله چې دا جنایتونه د نړیوالو د سترګو په وړاندې او د نړیوالې ټولنې د چپتیا په سیوري کښې کیږي.
شیخ صالح آل طالب همداشان له فلسطینیانو سره د پتیالو ولسونو د پیوستون په قدرونې سره څرګنده کړه: د سیمې بدلونونو ته په پام سره په غزه کښې تپل شویو جنایتونو د قدرت معادله په یوه بې مخینې طریقه، د مظلومو فلسطینیانو په ګټه بدله کړه څو له صهیونیسټي دښمن سره د لا قدرتمنې مقابلې لپاره سریزه وي.


د مطلب کود: 96576

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96576/د-مسجدالحرام-خطیب-وویل-په-غزه-کښې-دسیسه-جوړونکي-رسوا-شي

آوا
  https://www.avapress.com