دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 96630
په عراق کې پر داعش د امریکا هوايي حملې دوام لري
تاند- د امریکا پوځ وايي، د عراق په شمال کې یې د داعش یا د عراق د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد څلور نورې هوايي حملې کړي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ وویل، د دوی جټ او بې پېلوټه الوتکو پرون دوه زغرګاډي او یو پوځي ګاډی، چې سینجار ښار ته نژدې یې د یزیدي اقلیت پر غړیو ډزې کولې، ویجاړ کړ.
دا د پنجشنبې له ورځې، چې ولسمشر بارک اوباما د عراق د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد د حملو اجازه ورکړې، د بریدونو درېم پړاو دی.
په تېرو حملو کې د امریکا پوځ د عراق د اسلامي دولت د وسله والې ډلې هغه کسان په نښه کړي و چې د کردستان اربیل ښار یې ګواښه.
پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت وویل چې د امریکا د پوځ الوتکو د درېم ځل لپاره هغو زرګونو ملکیانو ته خوراکي مواد او د څښاک اوبه وغورځولې چې غرونو ته تښتېدلي دي.
باراک اوباما تیره ورځ په خپله اونیزه وینا کې وویل، امریکا به خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي څو امریکايي کارکوونکي خوندي وي او له سنجار ښار څخه وتلي اقلیت قومونه وژغورل شي.
نوموړي وویل د عراق د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد د امریکا د هوايي ځواک د حملو لپاره کوم مهالویش نه دی ټاکل شوی .
باراک اوباما وویل دا امکان نه لري چې د عراق روانه ستونزه په څو اونیو کې حل شي .د هغه په وینا دا به یو څه وخت نیسي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbg0b9.rhb0fp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته