دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 96764

د افغانستان د وزیرانو شورا د هیواد د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې؛ د پاکستان د راکټي او ځمکنیو ځواکونو حملو ته په موقع ځواب و وايي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د خبرپانې له مخې د  ولسمشر د ملي امنیت سلاکار پرون د وزیرانو شورا غونډې ته د هیواد په سرحدي سیمو د پاکستان د راکټي او پلي ځواکونو د حملو د زیاتیدو په اړه تفصلي معلومات ورکړل.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې وړمه شپه پاکستاني ځواکونو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته دننوتو هڅه کوله؛ چې د افغان ځواکونو او د سیمې د اوسیدونکو له شدید مقاومت سره مخ شول.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې پاکستاني پوځیانو د زیاتې مرګ ژوبلې له زغملو وروسته په شا کېدو ته اړ شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjxaeh.uqemmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته