کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۷۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 اسد 1393 ساعت 16:35


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار ، پروان ، کندز، زابل ، میدان وردک ، لوګر ، غزنی ، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۷۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲۸ تنه ټپیان او۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د پکتیا ا و هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .


د مطلب کود: 96773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96773/۷۵-تنه-ترهګر-طالبان-د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com