د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د ترکیې هېواد له نوي منتخب جمهوررئیس رجب طیب اردوغان سره نن مازیګر ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغو ټیلیفوني خبروکې جمهوررئیس کرزي د ترکیې د جمهوري ریاست په انتخاباتوکې د ښاغلي اردوغان د بریالیتوب له امله د مبارکي په ترڅ کې وویل چې ستاسو د بریالیتوب ستر لامل د ترکیې له خلکو سره ستاسو د مینې او هغوی ته ستاسو د خدمت او شویو کارونو نتیجه ده.
حامدکرزي په دغو ټیلیفوني خبروکې ډاډ څرګند کړ چې افغانستان به د ترکیې نیږدې دوست او ملګری پاتې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به موجوده دوستي لا نوره هم پیاوړې شي.
جمهوررئیس کرزي زیاته کړه چـې په راتلونکو پینځلسو او یا شلو ورځوکې به د افغانستان نوی جمهوررئیس هم وټاکل شي .
د ترکیې نوي جمهوررئیس د حامدکرزي له ټیلیفوني اړیکې څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د ترکیې او افغانستان د خلکو ترمنځ دوستي او همکاري به لا هم دوام وکړي.