دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 96821
عراق: د سینجار په غرونو کې یوه هلیکوپتره را غورځیدلې چې، یزیدي بې ځایه شویو ته مرستې رسولې
د عراق ټلویزیون د هغې عراقي هلیکوپترې د لویدو راپور ورکړی چې د سینجار په غرونو کې یې یزیدي بې ځایه شویو ته مرستې رسولې.
د عراق دولتي ټلویزیون د یوه پوځي ویاند په حواله ویلي، چې دا یوه روسي هلیکوپتره وه.
د راپورونو له مخې په دغه پیښه کې یو عراقي پیلوټ وژل شوی او یزیدي وکیل چې په الوتکه کې وو، ټپي شوی دی.
دغه بې ځایه شوي کسان په سینجارغرونو کې له ناکافي خوړو او اوبو سره بند پاته دي او له سختی ګرمۍ سره لاس او ګریوان دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پرمهال د عراق د وضعیت او د دغو بې ځایه شویو کسانو په اړه اندیښنه وښوده:
″د یزیدیانو او نورو هغو کسانو ستونزې چې په سینجار غرونو کې له سختیو سره مخامخ دي، دردوونکي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسوونکي په سیمه کې دي او تر خپلې وسې پورې هڅه کوي.
ځینو کسانو ته د هوا له لارې خواړه او اوبه رسول کیږي، خو په غرونو کې حالات ډیر سخت دي.
زه پر نړېوالې ټولنې غږ کوم چې د هغوی د خوندیتوب لپاره لا ډیر څه وکړي.″
د یزیدي اقلیت لسګونه زره کسان د عراق په شمال کې د اسلامي دولت په نوم وسلوالو له خوا تر بریدونو وروسته له خپلو کورونو ووتل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdfj0n.yt09x6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته