دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 96868
د لوړو زده کړو وزارت سره ۹۲ میلیونه ډالره مرسته کېږي
د امریکا متحدوایالتونو پرمختیايي ادارې USAID د افغانستان په لسو پوهنتونونو کې د ظرفیتونو کچې لوړولو او تعلیمي پروګرامونو ښېکړې لپاره د ۹۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.
د افغانستان لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، د دغو مرستو په تر لاسه کولو به د پوهنتونونو علمي او زده کړیز پروګرامونه د وخت له اړتیاوو سره سم جوړ کړی.
دا مهال د افغانستان په ۳۴ دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په ۹۰ خصوصي موسسو کې ۳۱۰ زره محصلین په زده کړو بوخت دي.
زموږ همکار نور سید په دې اړه خپل رپوټ کې لیکي: د ۹۲ میلیونه ډالره مرستې اړوند هوکړه پرون(اګست ۱۳) د افغانستان لوړو زده کړو وزیر او د امریکا د پرمختیايي ادارې USAID د پوهنتونونو پروګرامونو د برخې مشر تر منځ کابل کې لاسلیک شوه.
دغه مرسته به لسو دولتي پوهنتونونو کې د راتلونکو پنځو کلونو مودې کې د تعلمي پروګرامونو ښېګړې او اداري چارو کې د ظرفیتونو کچې لوړولو برخه کې ولګوله شي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو او اطلاعاتو برخې مشر عبد العضیم نور بخش په وینا د علمي پروګرامونو او ظرفیتونو لوړولو برخې کې به دغه مرسته د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي.
د ښاغلي نوربخش په وینا دغه پروګرام یوازې تر لسو پوهنتونونو پورې محدود نه دی، بلکې وايي، تمه لري، چې ژر به نړیوال بانک نورو دولتي پوهنتونو کې د ظرفیتونو کچې لوړولو او تعلیمي پروګرامونو ښېګړې لپاره له افغانستان سره ۵۲ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
تېره لسیزه د افغانستان لپاره د د لوړو زده کړو برخه د پام وړ پرمختګونو شاهده وه.
د لوړو زده کړو چارواکو په وینا ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان پوهنتونونو کې نژدې اته زره محصلین په زده کړو بوخت وو.
خو اوس وايي، په ۳۴ دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په ۹۰ شخصي موسسو کې ۳۱۰ زره محصلین د لوړو زده کړو په تر لاسه کولو بوخت دي.
خو دې سره د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو د کیفیت په اړه لا هم شکایتونه شته.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcevv8o.jh8ppi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته