دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 96870
د پاکستان لومړی وزیر وویل هیچا ته په ډیموکراسی د ګوزار کولو اجازه نه ورکوو .
 نن په پاکستان کې د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږی چی د حکومت مخالفین غواړی په اسلام اباد کې ستر لاریونونه ترسره کړی .
دغه راپور زیاتوی چی د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د خپلواکۍ ورځې په دستورو کې په خپله وینا کې دا هم ویلی دی چی د ترهه ګرو پر ضد د ضرب عضب عملیات په بریالیتوب سره روان دی او پوځ د ترهه ګرو پر خلاف د ټاکونکی جنګ پیل کړې دې . نواز شریف ویلی دی مونږه د کشمیر مسلې اواری په سوله ایزه توګه غواړو .
له بلې خوا د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وای چی باید نواز شریف استعفا ورکړی او هیواد کې یو غیر سیاسی حکومت جوړ شی . هغه مخکې د ټیکنوکراټانو حکومت د جوړیدا غوښتنه کړی وه خو بیا وروسته په ګوند کې د مخالفتونو په دلیل یې خپله دا خبره بیرته واخیسته .
همدا راز ډاکټر طاهر القادری هم نن د سترو مظاهرو اعلان کړی دی او غواړی چی د نواز شریف حکومت نسکور شی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchv6nw.23n-qdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته