دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 97013
په اسلام آباد او پينډۍ کښې د معترضانو له لاریونونو سره یوځي د چاودنو او ترهه ګرو بریدونو پلان شته
د ډان د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علی خان خبریالانو ته وویل د دغه هیواد استخباراتې اداري وایي،چې په اسلام آباد او پينډۍ کښې د معترضانو له لاریونونو سره یوځي د چاودنو او ترهه ګرو بریدونو پلان شته،نو ځکه خو آمنیتي او استخباراتې ارګانونه تیارسی دي .
هغه وویل د دغو حملو هدف هم د پاکستان په عوامي تحریک او تحریک انصاف ګوندونو د زور اچول دي ،نو ځکه خو د دواړو ګوندونو له مشرانو غواړو،چې ؤد آمنیت د لا زیات ټینګښت لپاره له ځايي چارواکو سره غږملتیاوې ولري .
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ،که مظاهره کوونکې د اسلام آباد آمنیت ګډوډ کړي، او سرې لیکې ماتې کړي نو سخت تاوان به یې ورکړي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchxvnw.23nqzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته