کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لویه څارونوالۍ کریم خلیلي ته د منسوب صوتي کلیپ موضوع څیړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 اسد 1393 ساعت 11:41


د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې؛ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون غوښتنه ترې کړې چې د سمشردوهم مرستیال کریم خلیلي ته د منسوب صوتي کلیپ موضوع وڅیړي.
د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي ازادۍ راډیوته وویل، چې په دې اړه څیړنې به ډېر ژر بشپړې شي:″د افغانستان لویه څارنوالي دا موضوع بررسي کوي او خپل پلاوی یې هم ټاکلی.
انشاالله په یوه اونۍ یا لسو ورځو کې به خپل اجراآت یا د خپلو څېړنو نتیجه د افغانستان له ملت سره شریک کړو.″
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم څو اونۍ مخکې ښاغلي خلیلي ته منسوب صوتي کلیپ د هغو ادعاوو په لړ کې خپورکړ چې ویل یې د حکومت جګپوړو چارواکو په انتخاباتو کې د دوی پرضد دریځ خپل کړی وو.
ښاغلي خلیلي دا صوتي کلیپ جعلي بللی او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم تورونه یې رد کړي دي.


د مطلب کود: 97015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97015/لویه-څارونوالۍ-کریم-خلیلي-ته-د-منسوب-صوتي-کلیپ-موضوع-څیړي

آوا
  https://www.avapress.com