دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 97141
دطالبانو دپاکستان په باجوړ سیمه کښې شپږ کسان وژلي دي
دپاکستان په باجوړ کښې طالبانو شپږ کسان وژلي .
زمونږ خبریال راپور ورکړ دپاکستان پوځ وویل چې طالبانو نن دباجوړ قبایلي سیمې په سالار زئ سیمه کښې د ښوونځي د ماشومانو یو بس په بم سره ولوزړه چې له کبله يې شپږ ملکیان چې یوه پکښې ښځینه معلمه ، دوه ماشومان او یو لاروي شامل دي ووژل شول .
دپاکستان طالبانو ډله اکثره په سیمه کښې په ښوونځیو او د زده کړې په مرکزونو حملې او بم چاودنې کوي .
دپاکستان باجوړ قبایلي سیمه د افغانستان له کونړ ولایت سره سرحد لري چیرې چې دپاکستان دطالبانو ډلې مشر مولانا فضل الله پټ دی او خپل وسله وال کسان قبایلي سیمو ته استوي چې دپاکستاان په امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو حملې وکړي .
دپاکستان اکثره سیمې په تیره بیا قبایلي سیمې د طالبانو ، القاعده ،لشکرجهنګوي او سپاه صحابه دترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکزونه دي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvveh.uqeaxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته