کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د حقاني د شبکې د څلورو لوړ پوړو چارواکو پر نیولو جایزه اعلان کړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 اسد 1393 ساعت 13:29


د امریکا متحدوایالتونو د داسې معلوماتو په بدل کې چې له مخې یې په پاکستان کې د حقاني د شبکې د څلور لوړو پوړو چارواکو څخه کوم یو ونیول شي د پنځه میلونو ډالرو جایزې اعلان کړې دی.
د چارشنبې په ورځ واشنګټن همدارنګه اعلان وکړ، چې د حقانې د شبکې د مشرسراج الدین حقاني د ځای په اړه د معلوماتو په بدل کې یې پخوانۍ اعلان شوې جایزه دوه چنده یعنې لس میلونه ډالره کړې ده.
د پنځو میلونو ډالرو انعام د نوموړي د درې خپلوانو عزیز حقانۍ، خلیل الرحمن حقاني، یحیی حقاني او د عبدالروف ذاکر په اړه د معلوماتو په بدل کې اعلان شوي دي.
د حقانۍ وسلواله ډله چې په شمالي وزیرستان کې یې مرکزونه دي په افغانستان کې پرافغان او امریکايي اهدافو په بېلابېلو خونړیو بریدونه تورنه ده.


د مطلب کود: 97272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97272/امریکا-د-حقاني-شبکې-څلورو-لوړ-پوړو-چارواکو-پر-نیولو-جایزه-اعلان-کړې

آوا
  https://www.avapress.com