کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسرایلو دفلسطین دحماس غورځنګ درې قوماندان شهیدان کړل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 اسد 1393 ساعت 13:24


اسرایلو دفلسطین دحماس غورځنګ درې قوماندان شهیدان کړل .
زمونږ خبریال وايي دفلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس چې دغزې کنټرول په لا س کښې لري وویل چې داسرایلو په نویو حملو کښې ددوې درې(۳) مهم قوماندان محمد ابو شمالا ، راعد الاعطار او محمد برهوم شهیدان شوي دي .
دا دفلسطین دحماس غورځنګ درې (۳) مهم قوماندانان دي چې داسرایلو په نویو حملو کښې ټرور شوي دي .
دفلسطین پولیسو هم وویل چې داسرایلو په نن سهار وختي حملې کښې چې په رفع سیمه کښې يې وکړه یوه (۱)څلور پاوړیزه ودانۍ تباه شوه او ژغورونکي اوس  هڅه کوي چې له خاورو ښځلو شپږ شهیدان شوي  کسان راوباسي .
اسرایلو له  پرون راهسې دفلسطین په مختلفو سیمو تراوسه شل(۲۰) ځله حملې کړي دي .
په فلسطین داسرایلو د ظالم او نیواکګر رژيم حملې دمصر په مینځګړتوب سره د فلسطینیانو او اسرایلو ترمینځ دخبرو له ماتي سره مخامخ کیدا وروسته پیل شوي .
اسرایلو په فلسطین څه دپاسه یوه میاشتې حملو کښې له دوو زرو(۲۰۰۰) څخه  زیات فلسطینیان چې ښځې، ماشومان او بوډاګان پکښې شامل دي شهیدان کړي دي .
په دغه جنګ  کښې د اسرایلو اووه شپیته(۶۷) کسان چې ټول پوځيان دي وژل شوي دي .
عرب هیوادونه د فلسطینیانو پرضد حملو کښې داسرایلو ملاتړ کوي او یوازې تماشه کوي .


د مطلب کود: 97275

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97275/اسرایلو-دفلسطین-دحماس-غورځنګ-درې-قوماندان-شهیدان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com