کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

معنوي: که د رایو د ابطال په روانه پروسه کې مو غوښتنې ونه منل شي، د رایو د تفتیش بهیر به تحریم کړو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1393 ساعت 18:49


د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه تخنیکي مسول فضل احمد معنوي ګواښ وکړ، چې که د رایو د ابطال په روانه پروسه کې د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیول شي، د رایو د تفتیش بهیر به تحریم کړي.
ښاغلي معنوي نن د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی ټیم د رایو د باطلیدو پربهیر یو شمېرملاحظې لري، چې باید ترسبا سهاره پورې ومنل شي.
د نوموړي په خبره دغه ملاحظات د رایې د پاڼو په تاویدو، صندق ته د څو رایو پاڼو په یوځای لویدو، د ناامنه محلونو په رایو او په رایو پاڼو کې د یو شان ټک مارکونو یا نښو په اړه دي.
په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور بیا وایي، چې دواړو کاندیدانو له دې وړاندې د رایو د ابطال په کړن لارې موافقه کړې ده.
ښاغلي نور هیله وښوده، چې د عبدالله عبدالله د تخنیکي ټیم د غوښتنو موضوع به هم تعقیب کړي.


د مطلب کود: 97588

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97588/معنوي-د-رایو-ابطال-په-روانه-پروسه-کې-مو-غوښتنې-ونه-منل-شي-تفتیش-بهیر-تحریم-کړو

آوا
  https://www.avapress.com