دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۱۲
د مطلب کود : 97625
دپاکستان عمران خان بیا وویل لومړی وزیر باید استعفا ورکړي .
دپاکستان عمران خان بیا وویل لومړی وزیر باید استعفا ورکړي .
زمونږ خبریال وايي دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بیا وویل چې تر څو چې لومړي وزیر نوازشریف استعفا نه وي و رکړي د پارلمان دباندې اعتراض ته به دوام ورکړي .
دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په اسلام اباد کښې چې دخپل ګوند مشران هم ورسره وو خلکو ته په وینا کښې چې په پرلتې وهلو کښې يې ګډون کړی دی وویل د تیر میلادي کال په پارلماني انتخاباتو کښې د ددرغلۍ په باره کښې د تحقیقاتو دترسره کیدا په وخت لومړی وزیر نوازشریف باید په حکومت کښې نه وي .
عمران خان وویل چې دپاکستان دپنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف نوم باید په هغه فهرست کښې ولیکل شي چې خارج ته په تلو ورباندې بندیز دی ځکه چې دلاهور سترې محکمې پرون د پنجاب صوبې دحکومت غوښتنه رد کړي ده .
دپاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خانووویل دا څرنګه خبره ده چې ته (شهباز ) چین په سفر تللی وې او ته باید په زندان کښې وائ .
عمران خان وویل چې دپاکستان دپنجاب صوبې داعلی وزیر شهباز شریف پرضد به د قتل دوسیه ثبت کړې شي .
له دې مخکې د پاکستان دپنجاب صوبې سترې محکمې حکم ورکړ چې دماډل ټاون د وژلې په ارتباط د لومړي وزیر نوازشریف ، داعلي وزیر شهباز شریف او د فیډرال وزیرانو په شمول دیویشتو حکومتي چارواکو پرضد دوسیې ثبت کړې شي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgn39y.ak9ux4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته