د کابل پوهنتون لسګونه محصلینو نن د لوړو زده کړو وزارت د هغې پریکړې پر ضد مظاهره وکړه؛ چې له مخې یې یو شمیر محصلین د کابل پوهنتون څخه د ولایتونو پوهنتونونو ته تبدیل شوي.
دا پریکړه په دې پسي وشوه چې؛ شاوخوا دوې میاشتې مخکې د کابل پوهنتون د محصلینو تر منځ شخړه کې یو شمیر محصلین ټپیان شول.
د لوړو زده کړو وزارت وروسته پریکړه وکړه چې؛ په دغه پيښه کې ښکیل شپږ ویشت محصلین ولایتونو ته تبدیل کړي.
خو دا محصلین وايي، دوی د لوړو زده کړو وزارت دا پریکړه نه مني او وايي، تر څو چې یې غوښتنه ونه منل شي؛ خپل اعتراضونو ته به دوام ورکړي.