دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 97983
د چابهار بندر درې اړخيز هوکړه ليک به ژر لاسليک شي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د ايران د چابهار بندر د ترانزيټي لارې په اړه د افغانستان، ايران او هندوستان ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسليک شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دا مهال د درېيو هېوادونو ګډ تخنيکي پلاوى د ياد هوکړه ليک د مسودې پر ترتيب کار کوي.
هغه وويل، تمه ده دغه هوکړه ليک ډېر ژر وروستى او لاسليک شي.
د چابهار بندر چې له نړيوالو اوبو سره تړلى، د ايران په سوېل ختيځ کې واقع دى او د افغانستان له نيمروز ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره واټن لري. دغه بندر د کراچۍ بندر په پرتله افغانستان ته ١٠٠٠ کيلومتره نږدې دى.
مخکې افغان سوداګرو ډېرى توکي د کراچې بندر له لارې لېږدول، خو تېر کال د زمري په مياشت کې د افغاني توليداتو صادرات له چابهار بندر څخه هم پيل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد له لارې د توکو په لېږد کې کله نا کله افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.
چارواکي وايي چې د چابهار بندر له لارې به د افغانستان صادرات په ځانګړې توګه وچه او تازه مېوه هند، قزاقستان، عربي او اروپايي هېوادونو ته په اسانه او ارزانه توګه لېږدول کېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdsn0n.yt05j6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته