دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 97984
د پاکستان لومړی وزیر وايي استعفا نه کوي ، خو پوځ وايي د هیڅ چا ملاتړ نه کوي
دایرنا د راپور له مخې ، د پاکستان لومړې وزیر له دغه څوکۍ د لیرې کیدو په اړه د مخالفانو د غوښتنې په هکله ویلي دي، نه د لومړې وزارت له څوکۍ استعفا ورکوي،او نه هم په مؤقت ډول دغه څوکۍ پریږدې.
نوازشریف بیګا له عمران خان او طاهر القادري پرته د،د مخالفو ګوندونو له مشرانو سره په کتنه کې وویل دا اجازه به ورنکړي،چې هغه واکمنې چې د خلکو په رایو او اعتماد سره ورسپارل شوي ده، په زور او د رعب په کارولو سره پایمال شي .
همدغه راز د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې له صدراعظم نوازشریف څخه یې د استعفا کولو غوښتنه نه ده کړې.
تر دې مخکې د پاکستان ګڼو رسنیو د پوځ د سرچینو په قول ویلي و چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف له نوازشریف سره په غونډه کې له نوموړي غوښتي چې په هیواد کې د روان سیاسي بحران د پای ته رسېدو لپاره دنده پرېږدي.
خو د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې، چې بیګا ناوخته خپره شوه، ویل شوي چې د پوځ لوی درستیز نوازشریف ته داسي سپارښتنه نه ده کړې او نه یې هم د عمران خان او نه یې هم د طاهر القادري ملاتړ کړی دی .
پوځ وايي چې نوازشریف ته د استعفي ورکولو او په رخصتۍ تللو په اړه یې مشوره نه ده ورکړې او نه یې په دې اړه خبرې ورسره کړي دي.
تر دې مخکې د پاکستان ډان نیوز تلویزیون او ګڼو نورو رسنیو د باوري سرچینو په قول ویلي و چې له نوازشریف سره د پوځ د لوی درستیز په اوږدو خبرو کې په دې سلا وشوه چې باید نوازشریف استعفا وکړي او نوازشریف پر استعفا غور کوي.
ډان نیوز دا هم ویلي و چې د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني رييس میا محمد سومرو اسلام اباد ته بلل شوی چې د لنډمهالي حکومت مشري وکړي.
له بلې خوا د معترضانو او پولیسو تر مینځ هم بیګا اخ او ډب روان ؤ .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceeo8o.jh8fvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته