کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فیضي: جمهوررئیس به د پغمان د پیښې د مجرمینو د اشد مجازات د حکم په لاسلیک کې ځنډ ونه کړي

دصدای افغان خبری آژانس(اوا) , 12 سنبله 1393 ساعت 10:11


د پغمان ولسوالۍ د پیښې مجرمین باید ژر تر ژره په اشد مجازات محکوم شي.
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي وویل چې د پغمان ولسوالۍ د جنسي تیري د پیښې مجرمین باید ژر تر ژره په اشد مجازات محکوم شي او د هېواد جمهوررئیس حامدکرزی به د دغو جنایتکارانو د مجازاتو د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي.
فیضي زیاته کړه چې د هيواد جمهوررئیس له دغي پیښې څخه له خبریدو سره سم لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته هدایت ورکړ چې د دغه نه بخښوونکي جنایت ترسره کونکي ژرترژه پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپاري ترڅو د خپلو عملونو په سزا و رسیږي.
ایمل فیضي وویل چې جمهور رئیس کرزی د هېواد له قاضي القضات او لوی څارنوال سره دغه موضوع شخصا تعقیبوي او د دغې پیښې د عاملینو لپاره یې د اشد مجازات غوښتنه کړې ده.
د جمهوررئیس ویاند زیاته کړه چې د موضوع د بشپړې څیړنې او د قاضي القضات له وړاندیز وروسته به جمهوررئیس حامد کرزی  د دغه ناوړه جنایت د ترسره کوونکو د اشد مجازات د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي.  


د مطلب کود: 98033

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98033/فیضي-جمهوررئیس-د-پغمان-پیښې-مجرمینو-اشد-مجازات-حکم-په-لاسلیک-کې-ځنډ-ونه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com