دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 98050
سراج الحق: ډوګ فرانتس د انتخاباتي نانندریو د هواري په هدف کابل ته راغلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د انتخاباتي نانندریو د هواري په هدف کابل ته راغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج نن ازادۍ راډیو ته وویل، ډوګ فرانتس د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره ګوري او خبرې کوي:
″تیره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري مرستیال دوګ فرانتیس کابل ته راغی، د راتګ علت یې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو سره لیدل دي او همدا رنګه د قدرت د سوله ییز انتقال په اړه د بارک اوباما پیغام رسول دي.″
نوموړي زیاته کړه چې؛ ښاغلي فرانتیس په نظر کې لري چې په افغانستان کې د سیاسي واک د سوله ییز انتقال په برخه کې د واشنګټن همکاري د افغانستان خلکو سره ښکاره کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjyyeh.uqeoiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته