دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 98213
دابوبکر البغدادی،د هلاک کیدو په هکله؛ خبرونه
عراقی او امریکایی سرچینی، دعراق په شمال کی، امریکا په هوایی حملوکی، د داعش د سرغڼی؛ دهلاک کیدو خبر ورکوی .
دفرانسی دخبری آژانس د رپوټ له مخی، دعراق د دفاع وزارت، او امریکا د دفاع وزارت ( پنتا ګون )، دعراق په شمال کی، د داعش د تکفیری ډلی پر پټن ځایونو باندی، دامریکا په هوایی حملوکی، د دغی ترهه ګری ډلی د سرغڼی، ابوبکر البغدادی، د هلاک کیدو خبر تائیدوی .
ددغه رپوټ په اساس، سپینه ماڼۍ هم، د عراق په شمال کی، دامریکا هوایی حمله تائیدوی، د امریکا د ملی امنیت سلاکار، بن رودز، اعلان کړئ چی، سپینه ماڼۍ؛ د داعش د سرغڼی په شمول، د دغی حملی د وژل شوؤ کسانو په باره کی، د تحقیقاتو د کولو په حال کی ده .
دامریکا د دیلی بیست ، سایټ هم ولیکل : د عراق په شمال، تل عفر کی، پر یوی ټاکلی اډی باندی، دامریکایی جنګی الوتکو په حملوکی، د ابوبکر البغدادی په شمول، د داعش دری تنه مشران، وژل شوی دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaeuno.49na61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته