کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني د حج او اوقافو د رییس جسد په میدان وردګو کې وموندل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سنبله 1393 ساعت 18:49


د غزني چارواکي وایي، چې د دې ولایت د حج او اوقافو د رییس جسد نن د میدان وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې وموندل شو.
د غزني د والي ویاند شفیق ننګ ازادي راډیو ته وویل؛ چې د دې ولایت د حج او اوقافو رییس حاحي فضل احمد څلور ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوی وو.
نوموړي وویل چې، د حج او اوقافو له ریيس سره دوه نور کسان هم تښتول شوي وو؛ خو د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نشته.


د مطلب کود: 98249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98249/د-غزني-حج-او-اوقافو-رییس-جسد-په-میدان-وردګو-کې-وموندل-شو

آوا
  https://www.avapress.com