دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 98273
دحضرت امام رضا علیه السلام دزوکړې کلیزې مو مبارک وي

نن دیکشنبې ورځ د ۱۴۳۵ هجري قمري کال د ذیقعدې دمیاشتې ۱۱ او د ۲۰۱۴ میلادي کال د سپتمبر دمیاشتې ۷ نیټه  ده چې د دنیا دشیعه مسلمانانو داتم(۸)پیشوا او دامامت دځلانده ستوري حضرت امام رضا علیه السلام د زوکړې له کلیزې سره برابره ده .
ددنیا دشیعه مسلمانانو اتم(۸) امام حضرت امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د دیقعدې دمیاشتې په ۱۱ نیټه په مدینې منورې ښار کښې وزیږید .
داسلامي ایران مومن او مسلمان خلک د دنیا دشیعه مسلمانانو د اتم (۸)امام د زوکړې د کلیزې په ورځ په مشهد سپیڅلي ښار کښې دحضرت امام رضا علیه السلام په شمول په سپیڅلیو ځایونو کښې په شتون سره په دغه ورځ جشن  لمانځي .
دایران دراډیو اوټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت امام رضا علیه السلام د زوکړې د کلیزې د رارسیدا په مناسبت ددنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا ازادي غواړو ته امبارکي وايي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgwx9y.ak97u4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته