ټاکل شوې د پغمان ولسوالۍ عاملین نن د کابل د استیناف محکمې په علني غونډه کې محاکمه شي.
د لوی څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي پرون آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې د دغو کسانو دوسیې یې سترې محکمه ته لیږلي او محکمه به ډير ژر د دوی په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.
ولسمشر حامد کرزي هم پرون په ارګ کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال له عدلي او قضایې ارګانونو وغوښتل چې؛ د پغمان د پيښې عاملینو ته د اعدام سزا واوروي.
څه باندي دوه اونۍ مخکې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یو شمیر وسله والو د یوې کورنۍ غړي له موټره ښکته او پر ښځو باندي یې جنسي تیری وکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)