دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 98387
صدیقي: د سلما بند د جوړیدو چارو ته جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د سلما بند د جوړیدو چارو ته یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې پولیسو پخوا هم د دې بند امنیت ټینګ کړی وو او د احتمالي پیښو د مخنیوي لپاره چمتو وو:
″موږ دغه مساله په نظر کې لرو او زموږ پولیس په هغه ځای کې پوره حضور لري، په هغه ځای زموږ امنیتي سرتیري موجود دي، پولیس او ملي اردو یو ځای کار کوي څو دغه اندیښنې لري شي.″
تیره ورځ د ملي امنیت شوار په غونډه کې چې د ولسمشرحامد کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه افغان ځواکونو ته سپارښتنه وشوه چې، د سلما بند د امنیت ساتلو لپاره په جدي ډول هڅې وکړي.
په هرات کې د سلما بند د جوړولو چارې د هند د یوې کمپنۍ له خوا پرمخ ځي، خو د تخنیکي او یو شمېر نورو ستونزو له امله د دې بند د جوړیدو چارې په ټاکل شوي وخت بشپړې نه شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccm1qo.2bq448j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته