دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 98492
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج نن کابل ته راځي
ټاکل شوې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج نن کابل ته راشي.
دا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د سواراج لومړی سفر دی؛ چې افغانستان ته یې کوي. د هندي رسنیو په وینا، سواراج به له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او له افغانستان سره به د هند د دفاعي مرستو په باره کې خبرې وکړي.
افغانستان له هنده غواړي چې؛ د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په پوځي ډګر کې مرسته ورسره وکړي او حامد کرزي نوي ډیلي ته په پوځي برخه کې د مرستو لپاره یو لست هم سپارلی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcj8xeh.uqeohz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته