کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سوریه کې ځانمرګي د "احرار الشام" مشر وژلی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 سنبله 1393 ساعت 11:28


د سوریې په شمال لوېديځ کې یوه "خانمرګي برید" د "احرار الشام" وسله والې ډلې د مشر حسان عبود په ګډون یو شمېر لوړپوړي پوځي مشران وژلي او نژدې ۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.
فعالان او د سوریې رسنۍ وايي، یوه ځانمرګي برید کوونکي د ادلب ښار رام حمدان سیمه کې یو کور هغه مهال په نښه کړ، چې د "احرار الشام" مشران پکې جرګه شوي وو.
دغې ډلې پر خپلې "ټویټر" پاڼې د عبود او ۱۱ نورو کسانو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.
تر اوسه د تېرې سې شنبې د ورځې ددغه برید پړه چا نه ده منلې.
"احرار الشام" د سوري ولسمشر بشار الاسد د نظام تر ټولو سر سخته دښمنه ډله ده.
په دې ډله کې د "اسلامي جبهې" ډلې هم راځي، چې د اسد د نظام ضد اووه ډلې پکې راغونډې شوې دي.
"احرار الشام" ډله د "اسلامي دولت" له سخت دریځې ډلې سره هم جنګېږي.
"اسلامي دولت" ډلې د عراق او سوریې ځینې پراخې سیمې نیولې دي.
د ټلوالې یووالی
"احرار الشام" ډله" پر "اسلامي دولت" ډلې تور پورې کوي، چې ګني په تېره فبرورۍ کې یې ددغې ډلې د یوه مشر ابو خالد السوري په ګډون ځینې قومندانان وژلي دي.
وړاندې له بي بي سي سره په تېر جولای میاشت کې عبود "اسلامي دولت" ډله "د اسلام د ناوړه انځور وړاندې کوونکې" ډله بللې ده.
عبود داسې مهال وژل شوی، چې امریکا د سوري مخالفانو د یووالي لپاره هڅې کوي، چې په لړ کې یې د "اسلامي دولت" پروړاندې یوه جبهه رامنځ ته شي.
خو اټکل نه کېږي، چې د "احرار الشام" په څېر ډله دې د امریکايي مشرتابه تر هڅو لاندې راشي.
بل خوا، د فیجي حکومت را رد کړې ده، چې ګني "نصرت جبهې" د هغو فیجي ځواکونو خوشي کولو ته هوډ ښودلی، چې د سوریې ازاد جولان لوړو کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې بوخت وو.
د فیجي د پوځ قومندان ویلي، "نصرت جبهې په راتلونکو څو ورځو کې د هېڅ کوم قید او شرط پرته د هغو ۴۵ فیجي سرتېرو د خوشي کولو نیت ښودلی، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې په بند کې ساتل کېږي.
ډګروال موسیسي تیکویتوګا د فیجي پلازمېنه سوفا کې خبریالانو ته وویل "نصرت جبهې په نیویارک ک د ملګرو ملتونو دفتر ته منلې ده، چې د فیجي سوله ساتي ځواکونه به په راتلونکو څو ورځو کې خوشي کړي."
خو د دغو پوځيانو د خوشي کېدو دقیقه نېټه او څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی.
د فیجي حکومت وړاندې ویلي وو، چې نصرت جبهه – چې له القاعدې سره اړیکي لري – غواړي د پوځيانو د خوشي کولو په مقابل کې د ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو له لیسته د دوی نوم لیرې شي.
د تېرې میاشتې په ۲۸، "نصرت جبهې" د جولان په لوړو کې د فیجي پوځيان وتښتول.


د مطلب کود: 98497

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98497/سوریه-کې-ځانمرګي-د-احرار-الشام-مشر-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com