کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوباما: د ایبولا ناروغۍ خپرېدل 'نړۍ ګواښي'

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 سنبله 1393 ساعت 12:04


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افریقا په لوېدیځو هېوادونو کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړۍ لپاره یو امنیتي ګواښ وباله، خو د دغې ناروغۍ پر وړاندې یې د امریکا د پراخې مبارزې خبر ورکړی.
ښاغلي اوباما وویل "د نړیوالو سترګې امریکا ته دي"، دا یې څرګنده کړه چې د دغې ناروغۍ پروړاندې "نړیوال غبرګون" ته اړتیا ده.
سیمې ته د ۳۰۰۰ پوځي کارکونکو استول او د نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدل له دغې ناروغۍ سره د امریکا د چمتووالي پیلامه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا ایبولا د روان کال تر دې دمه ۲۴۶۱کسان وژلي، چې دا کچه په دې ناروغۍ د اخته کسانو نیمايي شمېره ښيي.
د امریکا د دولت طرحه په داسې حال کې اعلانیږي چې نړیوال سازمان د دې ناروغۍ د خپرېدو لړۍ "په معاصره دوره کې بې مخینې" روغتیايي کړکېچ ګڼلی.
په نړیوال سازمان کې د ایبولا پر وړاندې مبارزې د همغږۍ مشر ویلي، د دغې ناروغۍ زیاتېدل په دې معنی دي، چې د اړتیا وړ پیسې په میاشت کې لس برابره ډېرې شوې، چې اوس یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې دي.
د اوباما د چمتووالي مهم ټکي:په لایبریا کې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو جوړېدل.
هره اونۍ د ۵۰۰ روغتیايي کارکوونکو روزل
زیانمنو شویو هېوادونو ته په چټکۍ د تداراکاتو رسولو لپاره یوه هوايي کرښه چمتو کول
زرګونو کورنیو ته د اړینو روغتیايي بستو ورکول
ښاغلي اوباما له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د بې شمېره کسانو د ژوند ژغورلو لپاره همدا اوس لاس په کار شي، که نه وايي، د داسې کورنیو ډېرې وېرجنې کېسې به واورېدلی شي، چې درملني ته لاسرسی یې نه درلود او د مرګ په تمه ناست وو.


د مطلب کود: 98937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98937/اوباما-د-ایبولا-ناروغۍ-خپرېدل-نړۍ-ګواښي

آوا
  https://www.avapress.com